سیاست

حامد کرزي : هغه ټوپک چې دطالبانو په اوږدوى بهونې توپک دى او هدف دادى چې افغانستان پياوړې دولت ،نظام او ملي اردو ونه لري.

کابل – باختر دسلواغى نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي پرون دملي دفاع وزارت درهبري په لومړنۍ کنفرانس کې وويل : زه ډاډ لرم هغه ټوپک چې دطالبانو په اوږدوي بهرني ټوپک دي او هدف دادى چې افغانستان پياوړې دولت ،نظام او ملي اردو ونه لري.
دباختر آژانس دخبرله مخې څه موده مخکې دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس وسله والو طالبانو تعريف کړل ،جمهور رييس وويل يوه ډله طالبان دسيمې داستخباراتو  دلاس آله ده بله ډله يې دنړيوال استخباراتو آله  او دريمه ډله يې ناراضى تيروتلې افغانان وبلل.
حامد کرزي په خپلې وينا کې په ټينګار سره دريمې ډلې ته اشاره وکړه چې ددښمن په اشاره يې ټوپک په اوږو کړې ده خپل ورور او خور وژنې او خپل پلرنې ټاڼو بې ويجاړوى.
په همدې دليل دي چې جمهور رييس تل طرحه کړې ده چې دکمزورى او تړلې افغانستان دساتلو په خاطر له بده مرغه له دغو افرادو څخه استفاده کېږي او دښمن دغه هدف ته درسيدو په خاطر له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي.
دافغانستان مشرتابه داوسنۍ بحران په دقيقې څيړنې سره داصلي لوبغاړو تشخيص تل طالبان مخاطب کړى او ويلې يي دي چې جګړه او ورور وژنه بس کړي ،پرې نږدې چې دښمن له تاسو څخه استفاده وکړي سولې ته مخه وکړي چې دهيواد او خلکو دښمنان وشرميږي خجالت شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته