خبرونهاقتصادټولنه

د دايکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د یو چيکدېم د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه چيکډېم د جوړولو چارې پیل شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یو میلیون ۴۰۰ زره ۲۱۰ افغانیو په لګښت یو چکډېم چې ۲۳ متره اوږدوالۍ، ۳ متره سور او ۷.۵ متره لوړوالۍ لري  د جوړولو چارې یې پیل شوې ده.

یاده دې شي چې د چکدم د جوړولو موخه د سیمې د موسمي اوبو ښه مدیریت، تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمه او د ویجاړونکو سېلابونو مخنیوی بلل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته