سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

روغه جوړه؛ اسلامي امارت د پخلاینې غوره درېیمګړی دی

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

تبصره

وروسته ترهغې چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګست پر ۱۵ مه اسلامي امارت پر هېواد واکمن شو، نو په اکثریتو سیمو کې هغه کورنۍ، قومي او فردي شخړې هوارې او د ښکېلو ترمنځ یې جوړجاړی شوی.

دغه شخړې چې ځینې یې ان لسګونو کلونو ته رسېدلې او له ښکېلو لوریو په کې کسان هم وژل شوي، اکثریت یې د اسلامي امارت له لوري حل او دواړه لوري دېته قانع شوي، چې یو بل سره کښېني او غاړه ورکړي.

لومړیو کې انګېرنه دا وه، چې ګواکې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې به د افغانانو ترمنځ کورنۍ، قومي او فردي شخړې او دښمنۍ زیاتې او یو بل ناورین به رامنځته شي، خو دغه ټولې وړاندوینې غلطې ثابتې شوې او برعکس حکومت وکولی شول، چې نه یوازې د دغو شخړو او دښمنیو رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي؛ بلکې د پخوانیو هغو د له منځه وړلو د هڅو په پایله کې یې تر دا مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه دغه دښمنۍ حل او فصل کړې دي.

په افغاني ټولنه کې شخصي او کورنۍ ستونزې او دښمنۍ له ډېر پخوا موجودې دي خو تېرو حکومتونو د دغې ستونزې د حل لپاره یا خو بېخي کار نه کاوه او یا خو یې نه شو کولی.

دا چې اسلامي امارت په دغې چاره کې څنګه بریالی دی، دوه عمده دلیله دي:

یو دا چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو ستونزو حل غواړي او د شخصي دښمنیو ستونزو ته هم د ټولنې د ستونزې په سترګه ګوري او د حل لپاره یې کار اړین بللی او د دغې پروسې د بریالۍ کولو اراده لري.

بل دا چې اسلامي امارت د ولس له منځه راپورته شوی نظام دی او د خپلو خلکو په ژبه ښه پوهېږي، د کوم بهرني هېواد تر تاثیر لاندې نه دی او د چارواکو کورونه یې هم د خلیجي هېوادونو د سواحلو په غاړه او یا هم د اروپا په رنګینو کې نه دي، نو ځکه توانېدلي، چې افغانستان کې د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د دښمنیو په له منځه وړلو کې هم ګتور تمام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته