کابل، د لېندۍ لومړۍ، باختر
د سرپل سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت له قشقري څاه ګانو څخه د استخراج کېدونکو نفتو کچه اوس مهال له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنه ته رسېدلې ده.
د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د نفتو له څاه ګانو څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د قشقري نفتو استخراج په ورځ کې له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنو ته زیات شوي دي.
د نوموړي په خبره د دغو نفتو عاید په ورځني ډول ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي او د دغو پیسو یوه ټاکلې اندازه په سرپل کې پر رغنیزو پروژو لګول کېږي.