امنیت

دماين پاکولو څلور تنه کارکوونکي ازاد شول .

کابل باختر د کب  دولسمه :
په لوګر ولايت کې داسترلينګ دماين پاکولو موسسې څلور تنه  نور کارکوونکي پرون دطالبانو له بند څخه ازاد شول .
دلوګر ولايت وياند محمد سليم صالح دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغې موسسې اووه تنه کارکوونکي چې درې ورځې مخکې له خپلو اوو وسايطو سره په پل علم ښار پورې اړوند دآبچکان  له سيمې څخه تښتول شوي وو درې تنه يې له پنځو وسايطو سره دوه ورځې مخکې دطالبانو له منګولو څخه ازاد شوي وو .
صالح زياته کړه:  څلور تنه نور يې هم دملي امنيت دمنسوبينو دځانګړو عملياتوپه بهيرکې  ازاد شول او دماين پاکولو يوسلو لس زغره وال واسکټونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
يوتن تښتول شوى جاويد   چې له دې امله چې دامنيتي  ځواکونو دهلوځلو له امله د طالبانو له بند څخه ازاد شوى  دى  له امنيتي ځواکونو څخه دمنننې او قدردانې په څرګندولو سره وايي چې له طالبانو سره ددريو  ورځو په بهير کې سخت  وهل  شوى اوډبول شوى دى . او  ډير ځورول  شوى دى .
ويل کيږي: دغه موسسه  له څلورو کلونو راپديخوا دلوګر ولايت دمرکز او دمحمد آْغې او خوشي دولسواليو په ځينو سيموکې دخلکو دسوکالۍ په خاطر دپاتې شويو ماينونو د راټولولو لپاره کار کوي چې دروان کال  په بهير کې  دا دويم ځل دى چې د وسله والو  مخالفينو ښکار کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته