کابل، د زمري٥ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرون د یوه پلاوي په مشرۍ د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته لاړ.
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغه غونډه چې د باميانو او سرپل واليانو، عالمانو، سپين ږيږو او د سرپل قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز سرپل ته د خپل سفر موخه د امنيتي حالت ارزونه او د سرپل بلخاب ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته رسيدګي وبلله.
په دې کتنه کې د بلخاب د خلکو په استازیتوب د دغې ولسوالۍ دوو تنو مخورو جوادي او عالمي د افغانستان اسلامي امارت له پروګرامونو خپل ملاتړ اعلام کړ او له پلاوي څخه یې وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې د امنیت، بیا رغونې او پراختیا په برخه کې جدي پاملرنه وکړي ځکه خلک په ټولو برخو کې زياتو مرستو ته اړتيا لري.
د غونډې په پاى کې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي مزمل او د هېواد د استخباراتو لوی ریاست مرستیال الحاج نجیب الله ژمنه وکړه چې د بلخاب اوسېدونکو ستونزو ته به رسیدګي کوي.
\ ذ