کابل، زمري۵مه، باختر
د ښار جوړلو او ځمکو وزارت په سرپل ولایت کې د ۵۱ جریبه دولتي ځمکې د معلومولو او ثبت خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د چارواکو په خبره دغه ځمکه د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست له لوري د عدلي او قضايي ارګانونو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې معلومه او ثبت شوې ده.
د سرچینې په خبره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې په ټول هېواد کې غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې او بېرته یې را وګرځوي.
د یو بل خبر له مخې د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست چارواکو د روان کال د چنګاښ میاشت کې د حق الاجارې له درکه یو سل، ۷۵ زره، ۶ سوه ۸۳ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
ترلاسه شوي عواید په یاد ولایت کې د دولتي ځمکو د اجارې د ورکړې، د ځمکو کدستري خدماتو او معلوماتو، مخابراتي آنتنونو او د تېرو کلونو د باقیاتو له درکه د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې راټول شوي دي.
هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په میلیونونو افغانۍ عواید را ټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
افغانمل