خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې د ۱۹ چیکډیمونو د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۰ مه، باختر

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ حفظه الله د حکم له مخنې په کندهار کې د اوبو د زیرمه کولو په موخه د ۱۹ چیکډیمونو د جوړلو چارې پیل شوې دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست ویاند ننګیالي سمون د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې  د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چیکډيم د رغولو چارې  پیل شوې دې.

د نوموړي په خبره، دغه چیکډیم ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته