کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر
د کابل د ساحلي فوټبال غوره ليګ سيالۍ په یوې لوبې سره پيل شوې.
په دې لوبه کې د رامکي لوبډلې د افغان کلب لوبډلې ته د صفر په وړاندې په ۹ سره ماتې ورکړه.
د کابل د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ځانګړي لوبغالي کې پیل شوې دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د فوټبال فدراسيون رئيس يوسف کارګر پرون د دغو سياليو د پرانیستلو په مراسمو کې وويل، چې د دغو سياليو ترسره کول په افغانستان کې د ساحلي فوټبال د ودې په لاره کې مهمې دي.
د دغو سیالیو په پای کې به یو شمېر غوره لوبغاړي د افغانستان د ملي ټیمونو لپاره وټاکل شي.
د کابل ساحلي فوټبال د غوره لیګ سیالیو په چوکاټ کې نن مازیګر د امید افغان لوبډله د اتفاق له لوبډلې او جوانان همدرد ټيم له ولي عصر لوبډلې سره لوبه کوي.
ع