امنیت

د ناړۍ ولسوالۍ خلکو د وسله والو طالبانو پرخلاف پاڅون وکړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دکونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ دولتي مسوولين او قومي مشران وايي چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد يې د هغوى پرخلاف وګړنى پاڅون پيل کړى دى.
دغه پاڅون کوونکي وايي: تر هغه وخته پورې خپل پاڅون ته دوام ورکوي چې دغه سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شي.
د ناړۍ ولسوالۍ يوه قومي مشرحاجي محمد ايوب د دغه پاڅون علت داسې بيان کړ: موږ د طالبانو له زور زياتى څخه په تنګ شوي يو؛ موږ ته وايي چې  تاسې د دولت ملاتړي ياست؛ د دې اجازه نه لرئ چې خپلو کليو او ځمکو ته لاړ شئ؛ تګ راتګ مه کوئ. له دې امله موږ د هغوى د زور زياتى په وړاندې پاڅون کوو.
د پاڅون دبرخه والو له حکومت څخه د پولو په اوږدوکې دسختو امنيتي تدبيرونو دنيولو غوښتنه کړې ده چې دافغانستان خاورې ته دپاکستاني طالبانو دننوتو مخه ونيول شي.
دغه راز دوى له حکومت څخه غوښتي دي چې پاڅون کوونکي په وسلو سمبال کړي چې وکولاى شي د وسله والو طالبانو په وړاندې وجنګيږي.
دکونړ والي شجاع الملک جلاله وويل: د امکان ترپولې پورې به له پاڅون کوونکو سره همکاري وکړي او هغوى چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره يې پاڅون کړى دى؛ يواځې نه پريږدي.
د کونړ والي وايي: وګړنى پاڅون د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو د پاکولو لپاره ګټور دى.
ده دغه راز زياته کړه: کله چې وسله وال طالبان د سيمې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړى؛ دې ته اړکيږي چې له سيمې څخه ووځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته