کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر
د کويډ-١٩ واکسين د کمپاين دويمه دوره نن په بغلان کې پيل شوه.
د بغلان د عامې روغتيا رئيس ډاکتر مسعود احمدي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې ټاکل شوې، په بغلان کې د کويډ-١٩ واکسين د کمپاين په دويمه دوره کې له ١٨ کلنۍ څخه پورته ١٥٠ زره تنه له کويډ-١٩ ناروغۍ څخه د مخنیوي په پار واکسین شي.
هغه زیاته کړه، د کويډ-١٩ واکسين تطبيق په کرونا ويروس له اخته کېدو د مخنيوي يوه اساسي لاره ده.
هغه له دينې عالمانو، مخورو او د ټولنې له اقشارو وغوښتل، چې د کرونا واکسين د تطبيق په کمپاین کې له دغه رياست سره مرسته او همکاري وکړي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکتر عبدالاول شريفي په بغلان کې د کويد- ١٩ويروس د زياتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، له بده مرغه همدا اوس هره ورځ په بغلان کې د کرونا ويروس دوه يا درې پيښې ثبت کېږي.
د يادونې وړ ده چې په بغلان کې د کويډ-١٩ واکسين د تطبيق په لومړۍ دوره کې څه د پاسه سل زره تنه واکسين شوي وو.
\ ذ