امنیت

د جوزجان په درز اب کې د داعش د ډلې د يوسرګروپ وژل کيدل :

کابل باختر د چنګاښ ٢
د جوزجان ولايت په درز اب ولسوالۍ کې د داعش د ‌ډلې جګپوړى قوماندان  مفتي نعمت له دووتنوساتوونکو سره يې د پوځيانو په ناڅاپى بريد کې ووژل شو.
دغه ډار اچوونکى په درزاب ولسوالۍ کې د وروستيونا امنيو او په دغې ولسوالۍ کې  دداعش د ډلې د فعاليت د پرختيا اصلي عامل بلل کيده .
د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ ته د کواندو د لسګونو تنو ځواکونو له رسيدو سره سم ، پرون د داعش دډلې د ځپلو لپاره ځانګړي عمليات پيل شول او دغه عمليات د ملي اردو ، ملي پوليسو او د ځانګړو ځواکونو د لسګونو تنو پوځيانو په ګډون دوام لري.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم د باختر اژانس خبريال ته وويل  چې د مفتي نعمت په وژل کيدو سره  دداعشيانو له شتون څخه  په بشپړه توګه  د درزاب د پاکولو لپاره لاره پرانستل شوې ده او په عملياتو کې شامل پوځيان د پرمختک په حال کې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته