کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د غرني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ځایي چارواکي وایي، چې سږنۍ وچکالۍ له امله په کرنیزو محصولاتو کې کموالی راغلی دی.
د غزني زیاتره اوسېدونکي بزګر دي او همدارنګه د دغه ولایت مهم کرنیز محصولات« انګور، مڼه، آلو بخارا، غنم، پیاز او کچالو» دي، چې د دغو کرنیزو محصولاتو په پلورلو سره یې بزګر خپلې ژوند چارې مخته وړي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالمنان اکرام له باختر آژانس سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د کمښت ستر لامل، د ژمي په موسم کې د بارانونواو واورو نه اورښت په ګوتړ کړ.
نوموړي زیاته کړه، چې پر دې سربېره، په دغه ولایت کې له اوسنیو پرمختللو کرنیزو سیستمونو څخه د بزګرانو ناخبري او له اصلاح شویو تخمونو څخه نه استفاده، هم په دې برخه کې له پامه نه شو غورځولی.
اکرام دا هم وویل، چې یاد ریاست د کرنې په برخه کې له همکارو مؤسسو سره په ګډه یو شمېر بزګرانو او ځمکوالو ته د کرکېلې نوې تګ لارې ښوودلې او هغوی ته یې اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
په همدې حال کې يو شمېر بزګرانو د تېرو دوو کلونو کرنیزو محصولاتو د کمښت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او له اړوندو چارواکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د دوی لاس نیوی وکړي.
په غزني کې د غلام دستګیر په نامه یو تن بزګر د افغانستان اسلامي امارت او کرنې وزارت له چار واکو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو له کمښت څخه د مخنیوي په پار دې، په غزني ولایت کې د اوبو کوچني او منځني بندونه جوړ کړي.
د غزني د ځمکوالو په خبره، په تېرو کلونو کې تېر حکومت د کرنې په برخه کې، د کرنیزې پراختیا او بندونو جوړولو په تړاو ژمنې کړې وې، چې د دوی په خبره یوه یې هم نه ده عملي کړې.
د یادونې وړ ده، چې غزني د هېواد له کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې نږدې ۷۰ سلنه خلک یې په کرنه بوخت دي.
ن/ر