کابل / د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ په سفري سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۳ طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې وسله والو طالبانو پرون د موسی خېلو ولسوالۍ په سفري سیمه کې د افغان ځواکونو پر بېز برید وکړ چې په پايله کې ۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپيان شول.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ