کابل،د چنګاښ٨مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي، چې د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼي ” د اندونیزیا په (مدان) ښار کې د افغان کډوالو مدني لاریون په تاوتریخوالي بدل شو” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اندونیزیا په (مدان) ښار کې افغان کډوالو یو ځل بیا د خپل وضعیت په اړه سوله ییز لاریون کړی، خو دا ځل یې لاریون په تاوتریخوالي بدل شوی دی.
مظاهره چیانو په یو کوربه هېواد کې د بیا میشت کېدو غوښتنه کړې، خو وایي چې ملګرو ملتونو او د مهاجرت نړیوال سازمان تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
د ٨ صبح ورځپاڼې د” د سپینې ماڼۍ پخوانی مرستیال: ټرمپ له وسله والو ملاتړو وغوښتل چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي” ترعنوان لاندي ليکلي دي.
د سپینې ماڼۍ یوه پخواني سلاکار: ترمپ له وسله والو ملاتړو وغوښتل چې دکنګرې پر ودانۍ يرغل وکړي” ترعنوان لاندي ليکلي دي.
د سپينۍ ماڼۍ يوه سلاکار ويلي، چې دونالد ترمپ کله چې له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د٢٠٢٠ انتخاباتو د پايلو د ګډوډلو لپاره د کنګرې پر ودانۍ يرغل وکړي، هغه پوهېده چې دوى وسلې لري.
دغې ورځپاڼې په يو بل مطلب کې ليکلي چې د امريکا په ميسور کې له يو ټيلرسره د اور ګاډې د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي او په لسګونو نورټپيان شوي دي.
د امريکايي مقاماتو د څرګندونوله مخې؛ د ندون مو په سيمه کې له څراغ پرته په يوه څلورلارې کي له يوټيلرسره د٣ سوه تنو د سپرلۍ د يوه اورګاډي په ټکر کې څو وګونونه له پټلې څخه ووتل او ١٥٠ تنه ټپيان شول.
\ ذ