سیاست

جمهور رئیس غني د ډنمارک له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېرماښام د افغانستان لپاره د ډنمارک له سفیر ښاغلي اوفي ولف هیچل سره چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې ده، د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ډنمارک د مرستو او ملاتړ مننه وکړه.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د هغه له هڅو څخه په مننې په راتلوونکو دندو کې هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي اوفی ولف هیچل، په افغانستان کې د خپل ماموریت څخه خوښي وښوده وې ویل، افغانستان به یې تل په یاد وي او د افغانستان د حکومت په اړه یې هیله څرګنده کړه چې د سولې او ثبات په ټینګښت او د خلکو د سوکالۍ په هڅو کې بریالی شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته