کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د سرپل ولايت د فرعي او سندیزې حوزې رئيس مولوي عبدالوکيل ياسر د هېواد د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزیر ملا عبدالطيف منصور سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سرپل د فرعي سیندیزې حوزي رئيس د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په سرپل کې د اوبو د بندونو جوړولو او په دغه ولايت کې د سطحي اوبو او تر ځمکي لاندې اوبو په اړه خبرې وکړې.
د سلطان ابراهيم ادهم بند چې کلونه مخکې د سرپل ولايت د خلکو له خوا پيشنهاد شوى و او د واپکوس هندي کمپنۍ له خوا سروى شوي دي او اوس يې د جوړولو قرارداد له يوې کورني شرکت سره لاسليک شوى، خو کارونه يې پيل شوي نه دي او خلک هر کال د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.
د دغه بند په جوړولو سره په سرپل او جوزجان ولايتونو کې د خلکو په زرګونو
هکتاره ځمکه خړوبېږي او د اوبو د کمښت له پلوه به د دغو ولايتونو د خلکو ستونزې
لرې شي.
ياسر دغه راز تر ځمکې لاندې اوبو په اړه وويل، چې د وچکالۍ په راتلو، د نفوسو په زياتوالي، د ژورو څاګانو کيندنه او په زراعت کې د دغو څاګانو له اوبو څخه استفاده تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه کړې ده.
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست ملا عبدالطيف منصور وویل چې د سرپل ولايت د زياتو عوايدو لرونکو ولايتونو څخه دى او د سلطان ابراهيم د بند جوړولو وړاندیز به رئیس الوزرا ته وکړم.
هغه د ژورو څاه ګانو د کيندنو په اړه چې د اوبو کچه يې ټيټه کړې ده وويل چې د رياست الوزرا په مقام کې يوه غونډه جوړوي او په دې اړه به تصمیم ونیسي.
هغه دغه راز وويل چې يو تخنيکي پلاوى به د اوبو د زېرمه کولو لپاره د بندونو جوړولو لپاره د زيانمنونکو او ګټورو سيمو د پېژندنې لپاره سرپل ته واستوي او خپله به هم دغه ولايت ته سفر وکړي. \ ج