اقتصاد

دپانګې اچونې عالي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دپانګې اچونې  دعالي کميسيون نوبتي غونډه  نن دسوداګرۍ  او  صنايعو دوزير محمد شاکرکارګر په مشرۍ جوړه شوه .
باختراژانس  دسوداګرۍ او صنايعو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خولې خبر راکړ، په دې غونډه کې په داسې حال  کې چې داقتصاد کانونو اوښار جوړولو وزيرانو  او دخصوصي برخې  دوزارتونو  معينانو او رييسانو ګډون کړي و  په صنعتي  برخو پانګې اچونو او په صنعت کارانو دځمکو دويش دبهير دچټکوالي  په مهمو مسئلو خبرې وشوې او په دغو برخو کې  لازمې پريکړې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته