کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د نیمروز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۶ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.
دغه روغتيايي مرکزونه د زرنج ښار او دلارام او خاشرود په ولسواليو کې جوړ شوي او په يو وخت کې د نسايي او ولادي، داخلې، ماشومانو، جراحي او رواني مشورې په برخو کې د سلګونو ناروغانو د درملنې وړتيا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د دغو روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره ۱۰۵ زره ډالر ورکړي دي.
دغه مرکزونه اوس په طبي وسایلو او طبي کارکوونکو سمبال شوي دي.
د نيمروز د عامې روغتيا رئيس ملا عبدالرحمن عبدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې نوي جوړ شوي روغتيايي مرکزونه د نيمروز په لرو پرتو او محرومو سيمو کې جوړ شوي دي.
د افغان ځوانانو د بنسټ مشر ډاکټر عبدالحميد رحمان زی چې د دغو روغتيايي مرکزونو د جوړولو مسوول دی ویلي، چې د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د کوچيانو په ګډون ټولو خلکو ته معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي.
\ ذ