سیاست

دبهرنيو چارو وزارت دادارې او منابعو معين په کابل کې دهند له سفير سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت  دادارې  او منابعو معين  ډاکتر  نصير احمد انديشه په کابل کې دهند جمهوريت له سفير منپريت هورا سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په پيل کې  ډاکتر انديشه  دافغانستان او هند دهوايي تجارتي  دهليز دجوړيدو له امله چې د ١٣٩٦ کال دغبرګولي دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو ،  مبارکي وويله او ددغه هوايي تجارتي دهليز جوړول يې  ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګرى د پراختيا اوپياوړتيا  او دپانګونې  دزياتوالي په لاره کې  ارزښتناک وباله .
   وروسته  دهند سفير زياته کړه  چې  د هوايي تجارتي دهليز  پرانستل به  دافغانستان  تجارتي ټولنې  ته زمينه برابره کړي  چې دهند په سترو بازارونو لاسرسۍ  ولري او افغاني محصولات دغو مارکيټونو ته وړاندې کړي .
  ده وويل  چې دهند جمهوريت  په بيلابيلو ساحو کې له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دى  او همکارى ته چمتو دى .
  دبهرنيو چارو وزارت معين په سيمه کې  دسياسي ټيکاو او داقتصادي  سوکالى په موخه دهنداو افغانستان ترمنځ  زياتې  سياسي او اقتصادي همکارى  ارزښتناکې وبللې او دهغو  په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ .
  ددغې کتنې په پاى کې دواړو لورو ددواړو هېوادونو ترمنځ  د قونسلي چارو  ،  دديپلوماتانو دمالياتي  معافيتونو ،  په کابل کې  دهند په سفارت پورې  داړوند ملکيت  دپيرودنې او دجنرال قونسليو دچارو په باب  خبرې وکړې . 
دغه راز دافغانستان اوهند ترمنح دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک دمشارکت دشورا دجوړولو دڅرنګوالي او دافغانستان _ هند _ ايران او دافغانستان _ هند اودامريکا دمتحده ايالاتو ددرې اړخيزو غونډو او دعلاقې وړ نورو مسئلو په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته