کابل، د غبرګولي٢٩مه، باختر
د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ادبي او فرهنګي ټولنې نن په دغه ولايت کې مشاعره جوړه کړه.
په دې مشاعره کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطيع الله روحاني د امر باالمعروف اونهي عن المنکر رئيس مفتي محمدالله آخندزاده او د دغه ولايت شاعرانو، فرهنګيانو، ليکوالانو، ځوانانو او خبريالانو ګډون کړى و.
د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطيع الله روحاني باختر آژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هلې ځلې کوي، چې د ځوانانو، روښان اندو، شاعرانو او فرهنګيانو هر اړخيز ملاتړ وکړي چې په دې لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
د کندز ولايت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئيس مفتي محمدالله آخند زاده په دې غونډه کې وويل: د امر باالمعروف اونهي عن المنکر ادارې دنده دا ده چې خلک سمې لارې ته را وبلي او د کندز ولايت له ټولو شاعرانو او ليکوالانو يې وغوښتل چې د ټولنې د فرهنګي ودې په برخه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر له ادارې سره همکاري وکړي.
په دې مشاعره کې شاعرانو او فرهنګيانو خپل شعرونه ولوستل.
د مشاعرې په پاى کې هغه ستاينليکونه چې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا برابر شوي و، پرشاعرانو او فرهنګيانو ووېشل شول.
\ ذ