-کابل باختر د لړم اوومه :
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو بې وزلو اوله پاکستان څخه راستنو شويو کورنيو دمرستې رسولو له مرکزونو څخه ګټه واخسته .
دغه مرستې نن په ننګرهار ولايت کې دمهاجرينو دچارو او دراستنولو دچارو درياست له خوا په اووه سوه کورنيو وويشل شوې .
ددغې ادارې يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کورنۍ اړې او له پاکستان څخه راستنې شوې وې .
ده وويل دغه راز له اړو او له پاکستان څخه له راستنو شويو کورنيو سره دمرستو دغه بهير دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ