کابل / غوايي ٣١مه/ باختر
د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ چارواکو د دې ولسوالۍ په وازغر کلي کې د ۱۲ کیلومتره سړک د پاکولو او بيا رغولو خبر ورکړ.
د سياه ګرد ولسوال قاري عبدالغفارحيدري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړک د سياه ګرد ولسوالۍ په وازغر دره کې موقعيت لري چې شاوخوا ١٢کيلو متره اوږدوالی او ٦ متره سور لري.
هغه زياته کړه، چې د دغه سړک د پاکولو کار د پروان ولايت، د سيمې اوسېدونکو او په هغه ولايت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په همکارۍ پيل شوى دى.
هغه زياته کړه، دغه سړک پخوا هم شتون درلود، خو له څو کلونو راهيسې د سيلاوونو د راوتلو له امله تړل شوى و.
د پروان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې آمرانجنير رفيع احمد ارام وايي،
چې د يادې ولسوالۍ د عمومي سړک د هوارولو چارې په چټکۍ دوام لري.
د ولسوال د معلوماتو له مخې: د دغه سړک د کار په بشپړېدو او ترمیم سره به څه باندې درې زره کورنۍ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
\ ذ