امنیت

دافغان کول کمپنۍ تښتول شوي کسان آزاد شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
دافغان کول کمپنۍ منسوبين او کارګران د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شول .
ددغې کمپنى پنځلس تنه انجنيران او کارګران چې دوه ورځې مخکې دحزب اسلامي دکسانو له خوا تښتول شوي وو تير ماښام آزاد شول.
په بغلان ولايت کې دافغان سمنټو دکمپنې عامل رييس محمد معروف سروري ددغو کسانو د آزاديدو دتايدولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل : آزاد شوي کسان چې انجينيران ، کارګران ،موټر چلوونکي او امنيتي ګارد کسان پکې دي دسپين ږيرو په منځګړيتوب له کومې معاملې پرته آزاد شول.
دبغلان دوالي وياند محمود حقمل ددغو کسانو د آزاديدو دتايدولو په ترڅ کې وايي: دحزب اسلامي د افرادو له خوا ددغې کمپنۍ دغلا شويو وسايطو او مالونو دترلاسه کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته