کابل / د غوايي ۲۷ مه / باختر
یونیسف د لوګر په مرکز، بره کي برک او محمد آغي ولسوالیو کې نن پرڅه نا څه ۱۳۴۰۰ اړمنو کورنیو د نغدو پيسو وېش پيل کړ.
د لوګر د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل د باختر ژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د مرستو په لومړي پړاو کې پرهرې کورنۍ ۱۷۵۰۰ افغانۍ وېشل شوې وې.
هغه زیاته کړه چې په دویمه دوره کې د لوګر په مرکز، بره کي برک او محمد آغې ولسوالیو کې پرهرې کورنۍ ۷۵۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.
نایب خېل وویل چې د لوګر ولایت په څرخ ، ازرې، خوشي او خروار ولسوالیو کې به هم ډېر ژر پر سروې شویو کورنیو د پيسو د وېش بهیر پیل شي.
ع