نړۍ

دپارلماني انتخاباتو دنتيجو په اړوند دترکيې دجمهور رييس غبرګون

انقره – بي بي سي– باختر د غبرګولې دمياشتې ١٩
دترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان ددغه هيواد د پارلماني انتخاباتو دنتيجو په وړاندې په لومړني غبرګون کې ديوې وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې ترلاسه شويو نتيجو ته په پاملرنې سره هيڅ يو ګوند په يوازيتوب سره د حکومت دجوړولو قدرت نه لري.
اردوغان له ټولو ګونډونو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو دنتيجو په باب دې سمه او واقعيبينانه څيړنه ولري او په هيواد کې د باور او ثبات دفضا دساتنې په لاره کې دې حرکت وکړي.په ترکيه کې ديکشنبې دورځې دانتخاباتو په بهير کې دعدالت او پراختيا واکمن ګوند چې د اردوغان ملاتړ کوي په پارلمان کې زياتې څوکۍ له لاسه ورکړې.د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغه ګوند په سلو کې يو څلويښت رايې ترلاسه کړي دي او په دې نه دى بريالى شوى چې دپارلمان له ٥٥٠ څوکيو څخه نيمايي چې دحکومت دجوړولو لپاره ضروري دي ، ترلاسه کړي.
دترکيې دصدراعظم مرستيال نومان کورتو موش ويلي دي چې د عدالت او پراختيا ګوند په پارلمان کې داکثريت څوکيو له لاسه ورکولو وروسته دلومړي انتخاب په توګه هلې ځلې کوي چې ايتلافي حکومت جوړ کړي.
دصدراعظم مرستيال دڅرګندونو له مخې: که چيرې په پنځه څلويښتو ورځو کې دايتلافي حکومت دجوړولو لپاره هلې ځلې نتيجې ته ورسيږي ،له ټاکلې مودې مخکې به انتخاباتو بيا ترسره کول بل انتخاب وي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته