کابل / د غوايي ۱۵ مه / باختر
د اکتید موسسې د بغلان د کرنې ریاست په همکارۍ نن د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمواصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشله.
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوول امرخيل د باختر اژانس خبریال ته وويل چې د اکتید موسسې پر هر بزګر د غنمو ۵۹ کيلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او یوه بورۍ سپینه کیماوي سره ووېشله.
امرخيل زياته کړه چې دغه مرسته د فرانسې هېواد کړې چې د بغلان د کرنې رياست د اکتيډ موسسې په همکارۍ د دغه ولايت په بزګرانو ووېشل شوه. ع