کابل- د ثورلومړی – باختر
د هلمند ولایت په لرو پرتو سیمو کې د درېیو روغتیایی مرکزونو د جوړولو چارې نن پيل شوې.
ټاکل شوې ده دغه مرکزونه د موسی کلا ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې جوړ شي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست یو مسوول باختراژانس ته وویل، چې په موسی کلا ولسوالۍ کې د دغو ۳ روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې نن بيل شوې.
ټاکل شوې ده دغه روغتیایی مرکزونه د نړیوالو مرستندویو بنسټونو په مالي ملاتړ په شپږو میاشتو کې جوړشي.
دغه مرکزونه به د درملنې بیلابیلې برخې ولري؛ خو اصلي هدف یې د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره د نسایي او ولادي څانګې جوړول دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغو روغتیایی مرکزونو د تاسیساتو له جوړولو وروسته به دغه مرکزونه په درملوا و طبی تجهیزاتو سمبال کړي او روغتیایي کارکونکي به په دغو مرکزونو کې په دندو وګومارل شي.
د موسی کلا ولسوالۍ خلک وایي چې د دوی په سیمو کې د روغتیایی مرکزونو د نشتوالي له امله اړ کېدل، چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره په زیات لګښت سره هغوی د ولسوالۍ بازار او آن د لښکرګاه ښار ته یوسي.
ج-ا