کابل / د وري ۲۹مه / باختر
د یونیسف ادارې د هلمند د عامې روغتیا ریاست د ولسوالیو له روغتیایی مسوولینو سره ۳۰موترسایکلونه مرسته وکړه.
د یونېسف ولایتي مسوول اینوا باخترآژانس ته وویل چي له دې ۳۰ موټرسایکلونه څخه یې ۱۲ واکسیناتورانو ته، دوه د عامي روغتیا ریاست د نظارت غړو او پاتي نور یې د ولسوالیو روغتیایی مسوولینو ته ورکول شول.
د اینوا په وینا، له دې مرستې څخه یې موخه داده چې د واکسیناتورانو، د روغتیایي مسوولینواو د نورو ګرځنده ټیمونو ترانسپورټي ستونزې تر یوې اندازې پورې حل شي او پر ټاکلي وخت خپلو ورسپارل شویو چارو ته ځان ورسوي.
په ورته وخت کې د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وویل چې په دې مرستې سره به د دغه ولایت د روغتیایې کارکوونکو ترانسپورټي ستونزې حل او خلکو ته به روغتیايي خدمات په خپل وخت سره وړاندې کړي.
اکرم