امنیت

دظفر قول اردو په پنځمې دورې فارغانو دفراغت سندونه وويشل شول

کابل باختردکب دمياشتې ١٩ :
د ٢٠٧ ظفر قول اردو له تعليمې کنډک څخه يو زرو شپږسوه تنه سرتيري اوبريدملان فارغ اودملي اردو په ليکو کې توظيف شول.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو ويندوى نجيب الله نجيمي باختراژانس ته وويل  دغه سرتيري اوبريدملان له اوو اوونيو پوځي تعليماتو اومسلکي زده کړو له تيرولو اوله پرمختللو وسلو سره له بلدتيا وروسته پرون دپوځي مراسمو په ترڅ کې دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغي غونډه کي چي له همدي امله په ٢٠٧ ظفرقول اردو کې جوړه شوې وه دتعليمي کنډک قوماندان ډګروال محمديوسف وردګ دفراغت دزده کړې دڅرنګوالي اودفارغانو دمسلکي مهارتونو په باب خبري وکړې  ويي ويل دروان کال له لومړى نيټي څخه دظفرقول اردو له تعليمي مرکز څخه دپوځي زده کړې په پنځو دورو کي څه دپاسه  اووه زره سرتيري اوبريدملان  فارغ اوپه ټولو ولايتونو کي دهيواد دوسله وال پوځ په ليکو په خدمت کې توظيف شوي دي.
د ده دڅرگندونوله مخې  دغه فارغان په هيواد کي ميشتو په ټولو قومونو پورې اړوند دي.
دغه راز  دظفرقول اردو سرپرست بريدجنرال ارکانحرب فضل محمدجنبش خبري وکړې د دوي دفراغت له امله يي مبارکي وويله.
ديادونې وړ ده چي دظفرقول اردو  منسوبين دافغانستان دلويديځ په څلورو ولايتونو کې دامنيت په تامينولو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته