کابل / د کب۲۹ مه / باختر
د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو د بشردوستانه مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په خبرپاڼه کې ویل شوي: افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په بهیر کې نن ۳۲ میلیونه امریکايي ډالره کابل ته راورسېدل.
د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
دغه بانک له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې د بانکي آسانتیاوو په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.
ع