امنیت

په بلخ کې څه د پاسه زر بې مدرکه موټرسايکلونه راټول کړى شول

مزارشريف باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
د بلخ ترافيکو په مزارشريف ښارکې د څه دپاسه زرو بې مدرکو موټرسايکلونو د راټولولو خبر ورکړ .
دبلخ ولايت دترافيکو مدير جنرال اسد الله باختر آژانس ته وويل چې په تيرو څلورو ورځوکې څه دپاسه زر بې مدرکه  موټرسايکلونه يې راټول کړي او خبر دارى يې ورکړ چې له دې وروسته هيڅ بې مدرکه او بې پليټه ليږدونکو وسايط او موټرسايکلونه په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه لري .
  ده وويل چې تر اوسه پورې د څه دپاسه شلو زرو موټرسايکلونو خاوندانو د ترافيکو له مديريت څخه قانوني سندونه اخستي دي او ده د بې سندو موټرسايکلونو د راټولولو موخه په ښارکې دنظم تامينول، د جنايي جرمونو د کچې ټيټول، د ښار په کچه د موبايلونو د غلا او په دغه ولايت کې د ترافيکي پيښو  مخنيوي وباله .
جنرال اسد الله د موټر سايکلونو خاوندانو ته خبر دارى ورکړ چې د دوى دموټر سايکلونو د آزادولو لپاره هيڅ راز واسطه نه مني،  تر څو چې د ترافيکو له ادارې څخه خپلو موټرسايکلونو ته قانوني مدرک ترلاسه نه کړي .
دغه راز دمزارشريف ښاريانو د پوليسو له خوا د ښار په کچه د بې پليټه ليږدونکو وسايطو او د بې مدرک موټرسايکلونو د راټوليدو له امله خوښي   څرګنده کړه او ويې ويل چې زياتره غلاوې او نا امنۍ  د دغو بې سندو وسايطو د فعاليت سبب کيږي .
د يادونې وړ ده چې د بلخ د والي په وياند منير احمد فرهاد څو ورځې مخکې په مزارشريف ښارکې د دوو تنوموټرسايکل سپرو له خوا ناوړه قصد وشو او ټپي شو.
  ختم_  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته