اقتصاد

د بغلان د پاسپورټ د ادارې عواید د زیاتېدو په حال کې دي

کابل /دسلواغې ۱۴مه باختر
د بغلان خلکو ته د زرګونو پاسپورټونو په وېشلو سره د دغه ولایت د پاسپورټ د ادارې عواید زیات شوي دي.
دغه ټکی د بغلان ولایت د امنیې قوماندانې د پاسپورټ لوی مدیر مولوي عبدالحلیم د باخترآژانس له خبریال سره په مرکه کې څرګند کړ.
له دریو میاشتو را پدېخوا په بغلان کې د پاسپورټ د غوښتونکو ۷۰۱۰ فورمې د پړاونو بشپړولو وروسته د هېواد مرکز ته لېږل شوې دي.
د بغلان د پاسپورټ لوی مدیر د بهر میشتو افغانانو رسمي هویت پاسپورټ و باله او څرګنده یې کړه چې په دې پاسپورټونو کې نوي، تمدیدي، ورک شوي او سوځېدلي پاسپورټونه شامل دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته