امنیت

اتو تنو ماشومانو ته په بدخشان کې د هاوان د ماين د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
د بدخشان ولايت د کشم په ولسوالۍ کې د هاوان د ماين د چاودنې له امله ٣ تنه ماشومان ووژل شول او ٥ تنه نور ټپيان شول.
پوليس وايي چې دغه پيښه پرون د کشم ولسوالۍ د سنګ آب په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغو ماشومانو د هاوان ماين په هغه اور کې وغورځاوه چې د ځان د تودولو لپاره يې بل کړى و.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى لعل محمد احمدزي د دغې پيښې په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هاوان د ماين د چاودنې له امله ٣ تنه ماشومان ووژل شول او ٥ تنه نور ټپيان شول .
په همدې حال کې د بدخشان ولايت د مرکز فيض آباد ښار د مرکزي روغتون رييس ډاکتر نورمحمد خاورى وايي: د دغې پيښې پنځه تنه ټپيان چې دغه روغتون ته ليږدول شوي دي؛ د دوو تنو روغتيايي حالت خراب دى .
چاويدونکي توکي او جنګي وسايل د دريو لسيزو جګړو په بهيرکې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې پاتې دي چې تل له خلکو څخه قرباني اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته