کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر
په کندزکې د ميوو د لسګونو نويو بڼونو د جوړولو لپاره هڅې پیل شوې دي
د دغه پروګرام په چوکات کې ټاکل شوې ده د ميوو په زرګونونيالګي د کندز په بزګرانو و وېشل شي.
ټاکل شوې ده په دغونيالګو سره به په ٥١٥جريبه ځمکه کې د ميوو لسګونه بڼونه جوړ شي.
د کندز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن باخترآژانس ته وويل چې د دغو بڼونو د جوړولو لپاره په بزګرانو د نيالګيو وېشلو بهير پيل شوى دى.
په دې پړاو کې ټاکل شوې ده د ميوو ٥٠ زره نيالګي د سولې بنسټ له خوا په بزګرانو و وېشل شي.
د کندز والي ملا نثاراحمدنصرت د دغو نيالګيو د وېشلو په مراسموکې له بزګرانو وغوښتل چې د دغو نيالګيو د روزنې او په کندز کې د ميوو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره هڅې وکړي.
هغه وويل چې حکومت به د کرنې د وزارت له لارې بزګرانو ته مالي او فني مرستې برابرې کړي.
ج-ا