کابل / د لیندی / ۱۹ / باختر
د برېښنا شرکت د یوې اعلامې په خپرولوسره ویلي دي چې د برېښنا په تعرفو کې زیاتوالی حقیقت نه لري او هغه یې آوازه بللې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي دي ، په دې وروستیوکې یوشمېررسنیو او د ټولنیزو شکبو کارونکو یوخبرخپورکړی دی چې ګنې د افغانستان برېښنا شرکت د ډالرو پروړاندې د افغانیود ارزښت د کمښت په دلیل د برېښنا تعرفې يې زیات کړې دي ، د افغانستان برېښنا شرکت دغه موضوع ردوي او د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا تعرفې د زیاتوالي په اړه خپاره شوي خبرونه آوازه ده.
په دې اعلامیه کې ټيڼګارشوی دی چې د اسلامي امارت مشرتابه او د افغانستان شرکت مشرتابه هلې ځلې کوي چې په ټولو برخوکې په تېره بیا هېوادوالو ته د برېښنا رسولوپه برخه کې زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د برېښنا شرکت د برېښنا په وېشلو او وارداتو کې د تخنیکي او تجارتي ضایعاتو په لرلو سره ټل هلې ځلې کوي چې د برېښنا د مصرف لګښت په تېره بیا د رهایشي مشترکینو د مصرف په ټيټه کچه وساتي.
ع