امنیت

دافغانستان په لويديځ کې دبيلابيلو قومونومشرانو په هېواد کې ددايمي سولې دتيګښت غوښتنه وکړه .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دهېواد دلويديځ زون دولايتونو دبيلابيلو قومونوسلګونو تنو نن په يوه غونډه کې له امنيتي ځواکونوسره دملاتړ په ترڅ کې په هېواد کې ددايمي سولې دتينګښت غوښتنه وکړه .
په هغو مراسمو کې چې له همدې  امله دفراه ، غور ، بادغيس ، نيمروز ، هلمند ، قندهار او دهرات دولايتونو دخلکو په ګډون  پرځاى شوي و  ويناوالو دوګړنيو ستونزو په بيانولو  سره دملي وحدت له حکومت څخه وغوښتل چې له ورکړى شويو شعارونو سره سم دې دخلکو  دژوندانه  دحالت دښه والي په لاره کې  هڅه او هاند وکړي .
دهرات دکوچيانو آمر عارف  اسحق زي  په خبرو کې د سولې ټينګښت او دسوله ئيز  ژوندانه لپاره دامن د فضا تامينول ددغو کسانو اساسي غوښتنه وبلله او څرګنده يې کړه چې  دملي وحدت  دحکومت مشران  دې بايد  دترلاسه   شويو برياليتوبونو په پام کې نيولو سره دسولې او امنيت دتينګښت او پراختيا په لاره کې  هڅه او هاند وکړي .
  ده وويل خلک دسولې او امنيت دټينګښت  په لاره کې  له امنيتي ځواکونو سره همکاري  او مرسته کوي .
  دغه راز له امنيتي  ځواکونوسره دملاتړ او دسولې دبهير داعلام په برخه کې  دبرخه والو له خوا يو پريکړه ليک صادر شو .
ويل کيږي  چې په دې غونډه کې دلويديځ زون مشرانو او مخورو او په ولايتي شوراګانو کې دخلکواستازو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته