اقتصاد

دهرات والي : ترکمنستان بايد په هرات کې د ټاپي د پروژې عملي کار پيل کړي

کابل / د لړم١٥/ باختر:
دهرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار د ترکمنستان د سرقونسل ايمراد قوچمرادوف او د ټاپي د پروژې له مرستيال جيهون بزکانوف سره د ټاپي پروژې دعملي کار د پيلولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هرات کې د ترکمنستان سرقونسل ايمراد قوچمرادوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ چې ترکمنستان تل د افغانستان په بدلونونو کې ناپيلي سياست لري .
د ترکمنستان سرقونسل دغه راز کابل ته د دغه هېواد د لوړ رتبه هيئت د وروستي سفر په اړه د هرات والي ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې ترکمنستان د افغانستان له نوي دولت سره همکاري کوي او په راتلوونکو ورځو کې هرات ته د ترکمنستان د يو لوړ رتبه هيئت د سفر خبر ورکړ.
دهرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار د دوست هېواد ترکمنستان له ناپيلې سياست څخه مننه وکړه او ذينفعو هېوادونو ته يې د ټاپي پروژې د ازرښت په اړه خبرې وکړې او له ترکمنستان څخه يې وغوښتل چې په هرات کې دې ډير ژر د دې پروژې عملي کارپيل کړي.
دهرات والي دغه راز د ترکمنستان له سرقونسل څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرو ته د اسانتياو د برابرولو، محصلانو ته د تحصيلي فرصتونو په برابرولو او د کتابونو او علمي رسالو د راکړې ورکړې په لاره کې او د لاجوردو له لارې د ترانزيت د بيا پيل په اړه دافغانستان له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته