اقتصاد

اجرائيه رئيس: د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه واخلي

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د افغانستان د ستراتېژیکي مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې په پرانستغونډه کې ګډون وکړ او دغه تحقیق یې ارزښتناک وباله.
د هېواد اجرائيه رئیس غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې چابهار د افغانستان، ایران او هند د خلکو لپاره یوه اغېزمنه پروژه ده چې دغو هېوادونو یې له پخوا څخه د عملي کېدو هیله درلوده.
ده زیاته کړه سره له دې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او فرهنګي هغو په ګډون مبادلات درلودل؛ له نیکه مرغه چې په اوسني پړاو کې هم د دغو مبادلاتو اړتیا ډېره او زمینه یې پراخه شوې ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د چابهار بندر په فعالولو سره به د دری واړو هېوادونو د خلکو په ژوند او سوداګرۍ کې اساسي بدلون راشي او په دې برخه کې د درې واړو هېوادونو عملي اقدامات د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې یواځې چابهار د افغانستان ستونزه نه شي حل کولای، بلکې دوی هیله لري چې پاکستان هم په ټرانزیټي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ستونزې لرې او د ګډو ګټو پر اساس اقدامات ترسره کړي.
د هغه په وینا، افغانستان تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې ستونزې راکمې، خنډونه له منځه یوسي، اسانتياوې برابرې کړي؛ خو له بده مرغه په پاکستان کې د خنډونو او ستونزو له رامنځته کېدو افغان سوداګري، صنعت او په افغانستان کې رامنځته شويو تولیداتو زیان لیدلی دی.
اجرائيه رئیس وویل، چې د ملي یووالي حکومت د کورنیو تولیداتو او صنعت د ودې لپاره هڅې کړې او کوښښ کوي چې په هېواد کې بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې زمینه برابره کړي؛ خو په دې برخه کې شوې هڅې کافي نه دي.
هغه نیوکه وکړه چې په تېرو حکومتونو کې د کورنیو تولیداتو او صنعت وده او په هېواد کې د بهرنیو پانګه والو راجلب کولو یا د حکومت د پاملرنې په محراق کې قرار نه درلود او یا دا چې لومړیتوبونه یې نور وو.
اجرائيه رئیس په سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د ټینګار ترڅنګ وویل، له نیکه مرغه چې د ټاپي، کاسا زر، له ریل پټلۍ سره د افغانستان د پيوستون او نورو سیمه ییزو پروژو څخه دا پایله ترلاسه کېږي چې سیمه د سیمې هېوادونه لا ډېر پېیلي او سره نېږدې وي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې د افغانستان د ستراتېژیکي مطالعاتو د مرکز له لوري د شوې څېړنې د وړاندیزونو د عملي کولو او هم د چابهار پروژې د عملي کولو لپاره د حکومت پاملرنه ډېره ده او له نورو هم د هغو د عملي کولو غوښتنه لري.
په دې ناسته کې په کابل کې د ایران او هند سفیرانو هم خبرې وکړې او د چابهار پروژه یې یوه برخلیک ټاکونکې پروژه وبلله چې په وینایې د خلکو په ژوند مستقیم اغېز لري.
په کابل کې د ایران سفیر وویل، چې د چابهار پروژه د هېڅ بلې پروژې د سيالۍ او یا ورسره د تقابل لپاره نه ده پيل شوې، بلکې موخه یې د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د همکاریو زیاتوالی دی.
د افغانستان د ستراتېژیکي مطالعاتو د مرکز مسوولانو وویل، چې دغه نوې څېړنه د افغان، هندي او ایراني لیکوالو او څېړونکیو له لورې شوي چې درې واړو هېوادونو ته مشخص وړاندیزونه لري چې په عملي کولو سره به یې دغه پروژه بریالی شي.پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته