نړيوالې خبري سرچېنې / د زمري ٦ مه / باختر
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن نن سهار له خپل هندي سيال ايس جي شنکر سره وکتل.
دا د بهرنيو چارو د وزير په توګه نوي ډيلي ته د بلينکن لومړى سفر دى او تمه ده چې په ترڅ کې به يې د افغانستان د روان وضعيت، د کرونا ويروس ضد واکسين د تجهيزاتو او د هند د بشري حقوقو پر اړوندو مسايلو خبرې وکړي.
تمه ده چې ښاغلى بلينکن به وروسته د هند له صدراعظم ناريندرامودي سره هم وګوري او د افغانستان په اړه به خبرې ورسره وکړي.
\ ذ