امنیت

په هلمند کې د ۱۱ تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل باختر د سلواغې ۱۳ مه
د هلمند ولایت د موسی قلعه او سنګین ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۱ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ډار اچوونکي پرون د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتوکې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته