TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بهرنیو ځواکونو وتل، د نظام ړنګېدل نه دي

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبایډن له پرېکړې سره سم د ناټو غړیو هېوادونو هم پرېکړه وکړه چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي. د وروستیو رپوټونو له مخې؛ آلمان، اېټالیا او رومانیا د خپلو پوځیانو ایستل بشپړ کړي دي. ځیني داسې ګڼي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د افغانستان اوسنی نظام سقوط کوي. دغه راز انګېرنه له پیله تر پایه ناسمه ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه په روانو بحثونو کې یو ستر تناقض دا دی چې یو شمېر شنونکي او همدارنګه وسله وال مخالفان د اوسني دولت او نظام بقا او پایښت د بهرنیو ځواکونو په شتون پورې تړلی ګڼي. خو واقعیت داسې نه دی. واقعیت دا دی چې افغانانو دلته په خپله خوښه یو نظام او یو سیستم جوړ کړی دی. دا نظام او سیستم د دموکراسۍ پر اصولو او ارزښتونو ولاړ دی.
منو چې بهرنیو ځواکونو د دغه نظام د جوړېدو لپاره د شرایطو په برابرولو کې مرسته کړې ده؛ خو د نظام اصلی جوړوونکي افغانان دي. دا افغانان وو چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې یې ګډون وکړ او د نظام څرنګوالی یې وټاکه. دا نظام د خلکو له خوښې راټوکېدلی دی او د خلکو له ملاتړه برخمن دی. دا افغانان وو چې په انتخاباتو کې یې ګډون وکړ او جمهوررییس او همدارنګه د ملی شورا او ولایتي شوراګانو استازي یې وټاکل. دا افغانان دي چې خپل بچیان یې ملي اردو او ملي پولیسو ته ورکړي دي او د هېواد دفاع کوي.
اوسنی نظام پر افغاني بنسټ ولاړ دی؛ نو ځکه یې ړنګول د بهرنیو ځواکونو پر وتلو پورې تړل منطقي نه برېښي. سمه ده چې د بهرنیو ځواکونو وتل به یو شمېر امنیتي ستونزې او همدارنګه تبلیغاتي ډنډورې رامنځ ته کړي؛ خو دا چې نظام د سقوط له خطر سره مخ کړي، دغه راز قضاوت ناسم دی. وسله وال مخالفان په خپل ټول وس او ځواک لګیا دي تبلیغ کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت به نظام سقوط وکړي.
دوی غواړي د نظام د پلویانو او په ځانګړي ډول د ملي اردو او پولیسو روحیه کمزورې کړي، په خلکو کې د ډار، وحشت او تېښتې فضا رامنځ ته کړي. مخالفان پوهېږي چې په دغه راز حالاتو کې تبلیغات څومره ستر نقش لوبولی شي او څومره د دوی په ګټه وضعیت بدلولی شي. مهمه دا ده چې د دغه راز منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي. لکه پورته چې وویل شول؛ اوسنی نظام پر افغاني بنسټ ولاړ دی او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره سقوط نه کوي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده چې څنګه په خپل منځ کې سره خبرو ته کېني او روانې جګړې ته د پای ورکولو سوله ییزې لارې ومومي. جګړه د بری لاره نه ده. که لا تراوسه هم څوک فکر کوي چې د جګړې له لارې کولای شي واک ترلاسه کړي او پر هېواد خپله ولکه ټینګه کړي؛ نو ستره او تاریخی اشتباه کوي. د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو جګړو دا وښوده هرې هغې ډلې چې د زور له لارې یې د واک د ترلاسه کولو کوښښ کړی دی، هم یې خپل ځان او هم یې هېواد له بحران سره مخ کړی دی. افغانستان اوس د کوم بل بحران د زغملو وس او توان نه لري. دا د ټولو ملي او اخلاقي مسوولیت دی چې د سولې لپاره کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته