کابل باختر د چنګاښ اتمه:
په کابل کې د رمضان د جام د فوټسال سيالۍ نن شپه په شپږو لوبو سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو سياليوکې د ايثار ټيم د جوانان سالنګ له ټيم سره،د شاهين ټيم د توفان سنګ کش ها له ټيم سره، د پوهنې ټيم د کهکشانو له ټيم سره، د ګام پيروزي ټيم د عقابانو له ټيم سره، د فيصل شريف ټيم د مکروريان د ځوانانو له ټيم سره او د ګل باغ د ستاره ګانو ټيم د آريا د استقلال له ټيم سره لوبې کوي .
د قيومي د څرګندونوله مخې: د رمضان جام د فوټسال سيالۍ له څه مودې را پديخوا د ٦٤ ټيمونو ترمنځ د بدني روزنې او سپورت د رياست په جمنازيوم کې پيل شوې دي او هره شپه دوام مومي .
د قيومي د څرګندونوله مخې: د تيرې شپې په دوو لوبوکې د شيرانو ټيم د څلورو په وړاندې په پنځو سره د کابل نوين ټيم ته ماتې ورکړه او د فيفا ټيم د يوې په وړاندې په اووه سره د داوودزي د سي ټيم ته ماتې ورکړه.
2 1 دقیقه لوستل