خبرونهټولنهTOPرپوټونه

یو انسان د هېواد لپاره څه کولای شي؟

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

زیات شمېر خلک وايي چې (( په یو ګل نه پسرلی کېږي))؛ خو زیات شمېر نور بیا په دې باور دي چې د یو انسان مبارزه کولای شي تاریخ جوړ کړي.

د نړۍ ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه څوک دی چې په یوازې ځان یې مبارزه پیل کړه او په کرار کرار وتوانېد چې په خپله مبارزه کې بریالی شي.

ډېر داسې نور انسانان هم شته چې په یوازې ځان یې د عدم تشدد پر وړاندې مبارزه پیل کړې او مبارزې یې رنګ هم راوړی دی.

د دغې لارې یو ستر مبارز خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان هم دی چې خپل ټول ژوند یې د عدم تشدد پر وړاندې مبارزې ته ځانګړی کړ و؛ خو د اوسنۍ ټولنې زیات شمېر ځوانان بیا لاس تر زنې ناست دي او په دې باور دي چې په یوازې ځان د هېواد او خلکو لپاره هېڅ هم نه شي کولای.

د باختر آژانس خبریال د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره مرکې کړې دي او د دغه متل (( په یو ګل نه پسرلی کېږي)) په رڼا کې یې له دوی پوښتلي چې یو انسان د خپلې ټولنې د هوساینې لپاره څه کولای شي؟

د پوهنتون استاد ګل رحمن رحماني وايي چې له دغه متل څخه موخه تر ډېره د ګډ کار ارزښت نه، بلکې یووالي او یو موټی کېدو ته رابلنه ده.

هغه وايي چې په دري ژبه کې متل دی چې وايي له څاڅکو سمندر جوړېږي چې دلته مخکنۍ خبره نفي کوي.

رحماني زیاتوي چې د انسانانو فعالیتونه له دوو زاویو مخته ځي، انفرادي هڅې او مسوولیتونه او بل هم ټولیزې هڅې او مسوولیتونه دي؛ خو کله چې جمعي یا ټولیز حرکتونه نه وي، نو ایا دلته باید ټول غلي کېني او له انفرادي هڅو لاس واخلي.

هغه وايي چې انسان د ټولنې پر وړاندې انفرادي مسوولیت هم لري، که خپل انفرادي مسوولیت په ښه ډول تر سره کړي، طبیعي ده چې پلویان او پیروان پیدا کوي او په یوه ټولیز حرکت بدلېږي، خو که انفرادي کار او هڅه هم نه وي، بیا نو هېڅ نشته. په خبره یې که د ټولیز فعالیت پوښتنه نه وي، د ټولنې هر وګړی په انفرادي ټنبلۍ کې مسوول، د پوښتنې او پلټنې وړ دی.

د کونړ اوسېدونکی روح الله انوري وايي چې په دغه متل کې د کورنۍ او ټولنې له هر وګړي د کار لپاره د مټو رانغاړلو غوښتنه کېږي.

انوري زیاتوي چې د هر يو ګل د غوړېدو خپل وخت وي؛ خو کله ناکله بیا د يو ګل خوشبوي له ډېرو ګلانو زياته معطره تمامېدای شي.

هغه وايي: که د ټولنې هر وګړى ځان د چمن يو خوشبوي ورکوونکى ګل حساب کړي او د ټولنې د خير ښېګڼې لپاره مټې رابډوهي، نو چمن به کال وسر له ډول ډول ګلانو ډک وي ،خزان به په کې نه وي.

حبیب الله ریاض د کامې، زاهد پښتون د هسکې مېنې او انعام الله مینت بار د ننګرهار روداتو ولسوالیو د ځوانانو مشران دي،  دوی وایي که هر سړی خپله ذمه واري په سم ډول ترسره کړي، بل ته اړتیا نه پیښېږي او نه به کارونه ټکني کېږي.

په ننګرهار کې شاعر او لیکوال قند آعا عاصم وايي چې په عملي ژوند کې دې هر سړی خواري وکړي چې نه د کورنۍ او نه د ټولنې بار شي.

د استاد برهان الدین رباني پوهنتون زده کړیال ضیاء الحق سیند بیا وايي چې ټولنه د یو یو کس له یو ځای کېدو څخه رغېدلې او بیا ترې قبیله، قوم، ملت او نړۍ جوړه شوې ده.

سیند زیاتوي: کۀ ما وویل چې زۀ یوازې څۀ نۀ شم کولای او تا وویل چې زۀ یوازې څۀ نه شم کولای، نو هېڅ هم ونۀ شول؛ خو کۀ ما او تا لۀ ځانه پیل وکړ او دا یو یو فکر ستر، پراخ او عام شو، بیا هر څۀ شوني دي.

د برهان الدین رباني پوهنتون یو بل زده کړیال شفیق الله بارکزی بیا وايي چې په اکثرو پښتني سيمو کې دغه متل هغه وخت ويل کېږي چې يو کار ټولو خلکو ته متوجه وي او هغه خلک دې کار ته زړه نه ښه کوي، که يو يا دوه تنه دې کار ته زړه ښه کړي هغه ته وايي چې په يو ګل نه پسرلی کېږي، خو زه د دې خبرې خلاف يم؛ ځکه که چېرته يو کس د امنيت ټينګښت لپاره هڅه وکړي او نور خلک وګوري چې دی پر ښه لاره روان دی، نور خلک هم تشويق کېږي او د خیر ښېګڼې کارونو ته مخه کوي.

د یاد پوهنتون یو بل زده کړیال هارون صمیم بیا وايي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لوی خدای په امر د اسلام سپېڅلي دین د خپراوي لپاره په یوازې ځان هڅې پیل کړې. همدارنګه د تاریخ په اوږدو کې سترو سترو شخصیتونو لکه ګاندي، منډيلا او پاچا خان په لومړیو کې مبارزه په یوازې ځان پیل کړې؛ خو وروسته یې ټولنو ته بدلون ورکړی دی. صمیم زیاتوي چې یاد متل باید داسې ولیکل شي چې پسرلی پر یو ګل پیل کېږي.

بېلابېلو نظرونو ته په کتو دا په ډاګه کېږي چې یوازې یو انسان کولای شي چې په غوره مدیریت سره د ټولنې ټول وګړي پر ځان راټول کړي او د هېواد د آبادۍ اوپرمختګ لپاره سوله ییزه مبارزه وکړي چې ښه بېلګه یې په اوسني عصر کې منظور پښتین دی چې د ټولو پښتنو په زړه کې ځای لري.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته