اقتصاد

نړيوال بانک دبريښنا دليږدونې دپروژې مالي ملاتړ کوي .

کابل باختر دوري نهمه :
نړيوال بانک دافغانستان له لارې  پاکستان ته دمنځني اسيا دبريښنا دليږدونې دپروژې مالي ملاتړکوي.
دباختراژانس  دخبر له مخې نړيوال  بانک په دې وروستيو وختو کې اعلام وکړچې ٥٢٦ مليونه ډالره له مرکزي اسيا څخه جنوبي اسيا ته  دبريښنا دليږدونې دمزو دغځولو په مقصد دافغانستان ، قرغزستان ، تاجکستان  او دپاکستان دهيوادونو په واک کې ورکړي
په همدې حال کې دانرژۍ اواوبو وزارت معين  قاضي زاده وايي پخوا دنړيوال بانک او داړوندو هيوادونو دمقاماتو ترمنځ موافقه شوې ده چې دمنځني  اسيا اضافي بريښنا دې دافغانستان له لارې پاکستان ته وليږدول شي .
دمقدماتي سروې او اټکل له مخې ددغې پروژې  لګښت به  يوملياردو اوولسو مليونو ډالرو ته ورسيږي چې پولي لګښت  يې دنړيوال بانک ، داسيا دپرمختيابانک  او دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې له خوا تمويليږي .
دبريښنا  شرکت رييس عبدالرزاق  صمدي وايي که چيرې ددغې پروژې داړتيا وړ پيسې ترلاسه  شي دپروژې دهغې برخې  دطرحې ، ديزاين اوسروې کار چې په افغانستان کې عملي  کيږي تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې بشپړ او دافغانستان له لارې  پاکستان ته دبريښنا دليږدونې بهير  پيليږي .   دنړيوال بانک دمقاماتو دڅرګندونو له مخې  دمرکزي اسيا له هيوادونو څخه جنوبي اسيا ته دبريښنا دليږدونې دمزو دغځولو لپاره د ٥٢٦ مليونو ډالرو مرسته  کوي او دغه راز داسلامي پرمختيا بانک او ځينو نورو منابعو هم ددغې پروژې دتمويلولو په برخه کې  تياري څرګند کړ  .
نړيوال بانک اټکل کړى دى چې ددوبي په فصل کې  دتاجکستان  دبريښنا دتوليد په دستګاوو کې ١٣٠٠ ميګاواټه بريښنا اضافي او داستفادې وړ نه ده .
  په داسې حال کې چې په جنوبي اسيا کې څه دپاسه ٤٠٠ مليونه تنه دبريښنا انرژي ته اړتيا لري .
دانرژۍ او اوبو وزارت معين  څرګنده کړه ددغې ټولګټې پروژې په بشپړيدو  سره د افغانستان لپاره   ستر بنسټ دى او په کابل کې ١٣٠٠ ميګاواټه بريښنا به دبريښنا دليږدونې ددغو مزو له لارې پاکستان ته صادر شي او افغانستان هم له دغې پروژې څخه درې سوه ميګاواټه بريښنا ترلاسه کوي .
دانرژۍ  او اوبو وزارت معين قاضي زاده ويلي دي چې ددغې شبکې اوږدوالي ١٢٧٠ کيلومتره  دى چې ٥٦٣ کيلومتره به يې دافغانستان دخاورې له لارې تيريږي  او دافغانستان دولت به دترانزيت  دحق له پلوه په کال کې ٨٠ مليونه ډالره ترلاسه کړي .
دانرژۍ  او اوبو وزارت مسوولين وايي ټاکل شوې  ده جنوبي  اسيا  ته دبريښنا دليږدونې  ددغه مزي غځول دکندز له شيرخان بندر  څخه پيل او دپلخمري له ښار څخه له تيريدو وروسته دسالنګونو له لارې کابل ته  وغځول شي او وروسته پاکستان ته صادر شي او دويم تګلوري يې دبغلان ولايت داندراب ولسوالۍ له لارې  د پنجشير ولايت ته او وروسته دکابل ولايت دده سبز په ساحه کې دکابل نوي ښار ته وغځول شي او ننګرهار ولايت له مربوطاتو  څخه په تيريدو سره پاکستان ته ليږدول کيږي .
دافغانستان دولت دانرژي  ددغو مزو په تګلورو کې داويا مليونو ډالرو په لګښت  څو اقتصادي طرحې عملي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته