کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په کونړ کې ديني عالمانو، قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، مېرمنو او نورو قشرونو په یوه ستره غونډه کې له جمهوررییس څخه مننه او قدرداني وکړه چې د سولې ملاتړ کوي او پر کمال خان بند سربېره یې بېلابېلې پروژې پلې کړې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې ګډونوالو د سترو اقتصادي، ملي او ستراتیژیکو پروژو پلي کېدل، د هېواد د ځانبسیاینې په برخه کې مهم یاد کړل او له جمهوررییس څخه یې وغوښتل چې پر کونړ سیند هم بند جوړ کړي.
پای/وصال
4 د یوې دقیقې څخه لږ