امنیت

په لوګر کې د دوو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

پل علم/ باختر/ د غويي د میاشتې ۳ مه
د لوګر ولایت د مرکز په مټانیو پُل سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته له ملي پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته