کابل/ د وري ۲۵مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن شپه د ارګ په جامع جومات کې د تراویح لمانځه په ترڅ کې د عظیم الشان قرآن د ختم په مراسمو کې، ګډون وکړ.
جمهوررییس، د کابینې یو شمېرغړو او ټولو لمونځ کوونکو د خدای تعالی په دربار کې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او د افغانستان د ټولو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
د جمهوررییس محمداشرف غني او یو شمېر دولتي مقاماتو په ګډون به په تراویح لمانځه کې د قرآن کریم د ختم مراسم د روژې مبارکې میاشتې تر پایه ادامه ومومي.