سیاست

د زمري اته ويشتمه دخپلواکۍ ورځ د افغانستان د خلکو د وياړ او پت ښکارندوى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
نن د زمري د مياشتې اته ويشتمه نيټه له بريټانيا څخه د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ورځې سره برابره ده.
له نن څخه پنځه نوي کاله مخکې د افغانستان ځوان باچا غازي امان الله خان له بريټانيا څخه د هيواد د خپلواکۍ په اعلامولو سره خپل هيواد او خلک يې د نړيوالو ترمنځ تثبيت کړ.
د زمري اته ويشتمه نيټه د خلکو د وياړ او پت ښکارندوى ده چې زموږ هويت او اراده تمثيلوي.
د زمري اته ويشتمه نيټه هرکال د هيواد په مرکز او ولايتونوکې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کيږي.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله په کابل کې جوړشوي و؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي له يو شمېر لوړ رتبه دولتي مقاماتو سره پکې ګډون کړى و.
د دغې ورځې درناوي د هغو ميړنيو وينو ته ارزښت او درناوي ده چې د خپلو سرونو په قربانولو سره موږ ته د خپلواکي غمۍ وبخښله.
نو زموږ دنده ده چې د دغې ورځې درناوي وکړو او د خپلواکۍ او د زمري د اته ويشتمې نيټې ارزښت زموږ د خلکو په تاريخ او ژوندکې راتلوونکو نسلونوته وليږدوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته