خبرونهاقتصادټولنه

جمهوررئیس : د خوښۍ ځای دی چې نن په هیواد کې د میلیاردونو افغانیو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

کابل/ د وري ۲۳مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د “سل ورځې، سل زېري” پروګرام په لړ کې د ښاري ودې او لارجوړولو اوونۍ کې د فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او پلازمېنې زون پراختیا ادارې د پروژو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د کابینې یو شمېر غړو او د ملي شورا استازو هم حضور درلود، په پیل کې د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو په لارښوونه او پاملرنه د متوازن پرمختګ په چوکاټ کې د سل ورځې او سل زېري پروګرام چې د کمال خان بند له پرانیستې سره پیل شو، دولس اونۍ به په ټول هیواد کې دوام وکړي. نوموړي وویل، نن د فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او پلازمینې زون پراختیا ادارې له لوري په ښاري ودې او لار جوړولو اونۍ کې د ۲۵،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت بشپړې شوې ۲۸ بېلابېلې پروژې پرانیستل کېږي. ورپسې د فواید عامې وزیر نجیب الله یمین د شورابک-سپین بولدک او ښرنې-انګور اډې سړکونو په ګډون د ۳۶۶ کیلو متر سړکونو، ۸۴۰ پلچکونو او ۲ لویو پلونو د جوړولو، کابل ښاروال محمدداوود سلطانزوی د پل پاچا او پل شینې او درې ګذرونو د انکشاف او بیارغاونې او د پلازمېنې زون پراختیا ادارې رئیس نجیب الله شینواري په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو اړوند پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې د ویډیو کنفرانس له لارې د جمهوررئیس په لارښوونه مسوولینو د ځایي اوسېدونکو او اړوندو ولایتي چارواکو په ګډون بېلابېلې پروژې پرانیستلې. جمهوررئیس غني هیوادوالو ته د دغو پروژو د مبارکۍ پرمهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن په هیواد کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. هغه په شهید سردارمحمد داوودخان روغتون کې له عملیات وروسته د ولس د بېسارې همدردۍ او په اصولي، مسلکي او اساسي ډول د عملیات د ترسره کولو له امله د ډاکترانو مننه وکړه. د هیواد جمهوررئیس د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته د داسې پلان جوړولو لارښوونه وکړه چې له امله یې د شهید سردار محمدداوود خان روغتون د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اساسي درملنې لپاره په مجهز او لومړۍ درجه روغتون بدل شي. جمهوررئیس د پروژو پر ساتنې او څارنې د ټینګار ترڅنګ ترانسپورټ وزارت ته پر لویو لارو د بار وړونکو موټرو د جدي څار او د ښارجوړولو او ځمکو وزیر ته د ځمکو استملاک ته دجدي پاملرنې لارښوونې وکړې . جمهوررئیس د دغو سرکونو په اړه د خصوصي سکتور مشورې ارزښتناکې وبللې وې ویل، له ټرانسپوټرانو سره باید دمعیارونو په اړه واضح پایلې ته ورسېږو، ځکه دا سرکونه د زیات وزن لپاره نه دي جوړ شوي. همدارنګه یې د فواید عامې وزیر ته وویل چې د سرکونو ښه کیفیت او ټیټ قېمت ورڅخه غواړي. جمهوررئیس وویل، متوازن پرمختګ نه یوازې د ولایتونو، بلکې د کابل ښار د ناحیو ترمنځ چې پخوا ورته پاملرنه نه کېده، مهم دی. د ځمکو د غصب د مخنیوي او متوازن پرمختګ ته د پاملرنې په برخه کې یې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال،د کابل والي او ښاروال هلې ځلې وستایلې. د هیواد جمهوررئیس وویل، د کابل ولسوالیو امنیت او د محرومو ولسوالیو انکشاف ته به جدي پاملرنه کېږي او کابل ښاروال بایدګزک سیمې ته د کثافاتو د انتقال په بدل کې د خاکجبار ولسوالۍ انکشاف او زرغونتیا ته جدي پاملرنه وکړي. جمهوررئیس غني وویل، پانګونې ته دې په اساسي توګه زمینه برابره، صیاد دې په تفریحي سیمه بدل او د دې لپاره واضح پلان او ضرب الاجل ترتیب شي. هغه زیاته کړه، سوله راتلونکې ده، خو موږ باید انکشافي پروژو ته جدي پاملرنه وکړو او د افغانستان راتلونکی خوندي کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته